د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Halal Focus»د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: دغه سروس د محصولاتو لپاره د حلالو څېزونو د لائسنس د صادرېدو مسئلې ته د چټكتيا د وركولو او د لاېسنسونو د مستند جوړونې د سېسټ د ودې په هدف سره شروع شوے دے.
دغه آن لائن سروس د علماؤ د شورا لخوا د حلالو د لائېسنس د جاری كولو د مسئلې له شفافيت څخه د اطمينان د حاصلولو لپاره شروع شوے دے او د حلالو د لا ئېسنس تقاضا كوونكے شركت د لائېسنس د جاری كېدو ټول مراحل په آنلائن توګه تعقيبوی.
د يوې سروې له مخې چې په ٢٠١٠ كال كښې ترسره شوه د انډونېشيا خلق د څيزونو د حلالوالی لائېسنس ته اهميت وركوی او همدا مسئله د دې سبب شوه چې د مختلفو څيزونو لپاره د خلالوالی د لائېسنسونو جاری كېدو په روان كال كښې له ٧٠ تر ٩٣ فيصده پورې افزائش پېدا كړی.
1019624