IQNA

د آخری منجی د نړيوال فېسټيوال دبيرخانې ته ١٢٠٠ آثار ولېږلې شول

22:59 - May 31, 2012
د خبر لمبر: 2338436
د ادب ډله: د اخيری منجی د څلورم نړيوال فېسټيوال د سياست ګذارۍ د شورا مشر دبيرخانې ته د١٢٠٠ آثارو له لېږلو څخه خبر وركړ او وې ويل: د بلنې له اعلانه د اونيو په تېرېدو سره و شعر، ادبی قطعو، لنډو داستانونو وغېره په برخو كښې ١٢٠٠ آثار د دغه فېسټيوال دبيرخانې ته لېږل شوی دی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې د اخيری منجی د څلورم نړيوال فېسټيوال په اړه يو اخباری كانفرنس وړمه ورځ له غرمې نه مخكښې د تهران صوبې د اسلامی كلتور او ارشاد عمومی ډائرېكټر او د اخېر منجی د څلورم نړيوال فېسټيوال مشر قاضی زاده هاشمی په موجودګۍ كښې په دغه اداره كښې وشو.
د تهران د صوبې د اسلامی كلتور او ارشاد جنرل ډائرېكټر سيد احسان قاضی زاده د اخيری منجی د نړيوال فېسټيوال جوړېدو ته په اشارې سره وويل: نړيوال فېسټيوال د انتظار د كلتور او ادب د ترويج په هدف سره د اسلامی كلتور او ارشاد د وزارت او د رېډيو ټيلی ويژن د ادارې د ګډې سټراټيجۍ په توګه له ٨٦ هجری نمريز كال څخه خپل كار پېل كړ او په تېر كال كښې یې له ولسی ظرفيتونو څخه په استفادې سره وكړې شول د مهدويت د نظریې په نړيوالې غونډه كښې د ډېرې غوره مهدوی ائیډيا او طرحې په توګه ځانته اختصاص وركړی او د ولسمشر لخوا یې هم قدرونه وشوه.
هغۀ وويل په دغه فېسټيوال كښې د ګډون كولو مينه وال كولې شی خپل اثار د روان هجری نمريز كال د چنګاښ د مياشتې تر پينځمې نېټې پورې د فېسټيوال د برېښنائی دبيرخانې له لارې www.akharinmonji.org پته باندې ولېږی همدارنګ د داورۍ وخت به د همدغې مياشتې له اومې نېټې نه تر دولسمې نېټې پورې وی.
هغۀ زياته كړه د دغه فېسټيوال وروستی مراسم به د همدغې مياشتې په ١٥ نېټه جوړیږی. چې پكښې به كاميابو كسانو ته د قدرونې د لوحې له وركولو نه علاوه وړومبنيو كسانو درې بهارازادی د سرو زرو سيكې، دويم نمبر كښې راغليو ته دوه بهار ازادی د سرو زرو سيكې او دريم نمبر كې راغليو كسانو ته به يوه بهارازادی د سرو زرو سيكه د انعام په توګه وركړې كیږی. تر اوسه دغه فېسټيوال په مختلفو څانګو كښې ١٢٠٠ آثار ترلاسه شوی دی.
1019674
captcha