IQNA

امام خمېنی (رح) د اسلام اجتماعی او سياسی ظرفيتونه فعليت ته ورسول

21:49 - June 01, 2012
د خبر لمبر: 2338748
سياسی او اجتماعی ډله: افتخار المسعود تاكيد وكړ: امام خمېنی (رح) د اسلام اجتماعی او سياسی ظرفيتونه فعليت ته ورسول او هغه یې د يو عمل كوونكی دين په توګه راژوندے كړ.
د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې ((د اسلامی امت په پرمختګ كښې د امام خمينی (رح) كردار)) تر عنوان لاندې يوه خاصه غونډه د بنګلادېش له كلتوری ، پوهنتونی او تفكری شخصيتونو څخه د پينځوسو تنو له ګډون سره وشوه.
په دغه غونډه كښې د بنګلادېش د راجشاهی پوهنتون د ژبې استاذ افتخار المسعود په خپله وېنا كښې د اسلام د امت د وحدت او يووالی لپاره د امام خمينی (رح) زياتو كوششونو ته په اشارې سره څرګنده كړه: امام خمېنی (رح) د اسلام اجتماعی او سياسی ظرفيتونه فعليت ته ورسول.
د دغه پوهنتون د اسلامی مطالعاتو د څانګې استاذ هم د امام خمينی (رح) وحدت جوړوونكو افكارو ته اشاره وكړه او د خپلې وېنا په بله برخه كښې د اسلامی ايران په ترقۍ او پرمختګ كښې د خنډ د روامنځته كولو لپاره د دښمنانو د دسيسو په اړه وويل: د ايران اسلامی جمهوريت د ملت د مختلفو طبقو په كوششونو سره دغه دسيسې او سازشونه شنډ كړل او د نن ورځې د سائېنس ، ټېكنالوجۍ او صنعت په لاسته راوړنو سره د اسلامی نړۍ لپاره د وياړ ذريعه وګرځېد.
د راجشاهی پوهنتون د اقتصادياتو استاذ شاه محمد حبيب الرحمن هم د غونډې د اخېری وېناوال په توګه څرګنده كړه. پكار دی په نورو مسلمانو هېوادونو كښې هم د ترقۍ او پرمختګ په ډګر كښې ايران نمونه وګرځولې شی او مونږ د ايران له اسلامی جمهوريت څخه غواړو چې په دې زمينه كښې دې مسلمانو حكومتونو سره ملګرتيا وكړی.
1020283
captcha