د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اروپائی څانګې د رپورټ له مخې: نوموړې مقابلې به د دغه ولايت د دينی چارو په نوښت او همت، د اسلامی اصولو په آموزشی دورو كښې د ګډون كونكو په شتون سره ترسره شی چې زياتره پكښې ماشومان او زلميان دی.
د دغه رپورټ له مخې: (زۀ اسلام زده كوم) نومې د اسلامی اصولو مقابلې د اسلامی تعليماتو زده كړې سره د ماشومانو، ځوانانو او د نړۍ د نورو پرګنو د مينې او علاقې د زياتولو او د اسلام او مسلمانانو په هكله د درستو او سمو اطلاعاتو د وړاندې كولو په موخه ترسره كیږی. 1022252