د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د افريقائی څانګې د رپورټ له مخې: د اردن د سيند په لويدیځه غاړه كښې د صهيونيسټی نيواكګر رژيم په ښارګوټو كښې د جوړو شويو اسرائيلی محصولاتو او شيانو په كمپين كښې د جنوبی افريقې او د ځينو اروپائی هيوادونو په شامليدو سره د صهيونسټی رژيم بين المللی تجارت د يو ډير ستر مشكل او ستونزې سره مخامخ شوے دے.
فلسطينيانو له اوږدې مودې راهيسې د (اسرائيلو جوړ) په سټيكر سره په اسرائيلی ښارګوټو كښې جوړ شوی شيان بائيكاټ كړی دی او حتی هغه ئې سوزولی دی او دغه بهير د مسلمانانو نه د جوړ شوی (BDS) غورځنګ په نامه د فلسطين د پلوی ډلې په فعاليت سره په انګلستان كښې رامينځته شوے او بيا وروسته دغو بائيكاټونو پراختيا بياموندله.
د وئيلو ده چې په حاضر حال كښې د جنوبی افريقې نه علاوه د انګلستان، ډنمارك او سویټزرلينډ په شان ځينی اروپائی هيوادونه هم د اسرائيلی شيانو د بائيكاټ د كمپين سره ملګری شوی دی. 1022390