IQNA

په ماډاګاسكر كښې د امام خمينی د رحلت د كليزې مراسم ترسره كیږی

22:05 - June 02, 2012
د خبر لمبر: 2339528
سياسی او ټولنيزه ډله: د حضرت امام خمينی (رح) د رحلت د كليزې دنمانځنې مراسم سبا د غبرګولی د مياشتې په ١٤ نیټه د ماډاګاسكر په ماژونګا ښار كښې په الزهرا(س) نومی جومات كښې ترسره كيدونكی دی.
په ماډاګاسكر كښې د جامعه المصطفی (ص) العالميه د نمائندګۍ مسئول حجت‌الاسلام و المسلمين «اسماعيل پيرنيا» د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د افريقائی څانګې سره په مركه كښې د دې ټكی په بيانولو سره څرګنده كړه: د ارواښاد امام خمينی (رح) د وفات د كليزې د نمانځلو مراسم په ځائی وخت د سهار له ١٠:٣٠ بجو څخه د ماسپښين تر لمانځه پورې په دغه هيواد كښې د جامعه المصطفی العالميه په همت ترسره كیږی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: په دغو مراسمو كښې به د ماژونګا ښار ګڼ شمير شيعه مسلمانان ګډون وكړی كوم چې د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت امام خمينی (رح) د شخصيت په نسبت خاص ارادت او مينه لری.

1022248
captcha