IQNA

په هندوستان كې "يوم علی(ع)" كانفرنس تر سره كیږی

23:40 - June 02, 2012
د خبر لمبر: 2339537
د تفكر او نظر ډله: د هندوستان په اتراپرديش ښارولايت په لكهنو ښار كې د حضرت علی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په مناسبت د جون په نهمې نیټی "يوم علی(ع)" كانفرنس تر سره كیږی.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا علمی او تحقيقی كانفرنس د "يوم علی(ع)" د كلتوری څانګې او د "اودھ نامہ" ورځ پاڼې لخوا تر سره كیږی.
په دې كانفرنس كې د جاركند ولايت ګورنر سيد احمد، په لكهنو كې د اهل سنتو امام جمعه ښاغلی فضل الرحمن واعظی شيعه عالمان مفكران د څو دينی مدرسو او مذهبی ادارو مشرسيد صادق د سهاره روغتون مشر منصور حسن او داسې نور لوړ شخصيتونه شركت كوی.
د ويلو د ه چې په دې كانفرنس كې ګډون كولو لپاره ټولو ته بلنه وركړې شوی ده او په دې كانفرنس كې د شركت خواهشمند كسان له زياتو معلوماتو لپاره په دې لمبر 00919336666188 رابطه كولی شی.
1021244
captcha