IQNA

د امام خمينی رحمه الله عليه په كليزې كې اته سوه سوډانی مفكران ګډؤن كوی

23:40 - June 02, 2012
د خبر لمبر: 2339538
د ا دب او هنر ډله: په سوډان كې د ايران كلتوری مركز كې سبا په دريم جون د امام خمينی كليزې مراسم تر سره كیږی چې پكې اته سوه سوډإنی سياسی او كلتوری مفكرين ګډؤن كوی.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس. دا مراسم د امام خمينی رحمه الله عليه د ديرشمې كليزې په مناسبت تر سره كیږی چې پكښې د ايران سفير ترك ابادی ايت الله هادوی تهرانی او د سوډان ولسمشر سلاكار ښاغلی احمد بلال عثمان خطاب كوی.
په همدې مناسبت سره په سوډان كې د ايران كلتوری مركز يوه خصوصی مجله الوصال په خپره كړی ده چې پكښې د امام خمينی د شخصيت د مختلف اړخونه جاجول شوی دی.
1021835
captcha