IQNA

احمدی نژاد: بشريت تر بل هروخت ډېر د امام خمينی (رح) لارې او ګروهنې ته اړتيا لری

19:48 - June 03, 2012
د خبر لمبر: 2339770
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر، ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل چې نن بشريت تر بل هروخت ډېر د امام خمينی رح لارې او ګروهنې ته اړتيا لری.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ولسمشر احمدی نژاد بیګا چې د ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټګر، حضرت امام خمينی رح د رحلت د ۲۳مې كليزې له شپې سره برابره وه زياته كړه چې امام راحل رح د ټولو الهی او انسانی هيلو پرځایښت د حضرت مهدی عليه السلام په نړيوال حكومت كې باله او د هغو په پلی كولو كې یې په يو عمر جهاد وكړ او یې وفرمايل چې دغه پېړۍ د خدای ج په غوښتنې سره پر مستكبرانو د مستضعفانوغلبه ده.
احمدی نژاد په دوام كې وويل چې د مستكبرو، دنيا غواړو او حكومت غواړو له خوا ځپل شوی ملتونه، د صالحانو د حكومت، عدالت او حقيقی آزادۍ غوښتوونكی دی او ددې زېری وركوی چې د مهدی د حكومت ګروهنه په چټكۍ سره د پراختيا په حال كې ده.
هغه ددې په بيانولو سره چې امام خمينی رح ژوندی او ځليدلی دی، په ډاګه كړه چې امام ژوندی دی، ځكه چې توحيد او عدالت او مينه محبت ژوندی دی.
1022570

captcha