IQNA

ايت الله خامنه ای: د ايران قوم په درستو چيلنجونو غلبه كړی ده

19:48 - June 03, 2012
د خبر لمبر: 2339771
سياسی او ټولنيزه ډله: د رهبرۍ سترمقام ټينګار وكړ د علم او ټيكنالوجۍ په ډګر كې د ايرانی ملت پرمختګونو او په تيرو ۳۳ كلونو كې په اقتصادی ، سياسی ، پوځی او امنيتی چيلنجونو غلبې د ايران د اسلامی نظام د موجوديت د له مينځه وړلو لپاره د نړيوال استبكار هدفونه له ما تې سره مخامخ كړ ی دی.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضر ت ايت الله العظمی سيد علی خا منه ای نن د ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټ ګر حضرت امام خمينی ره په سپیڅلی حرم كې د امام خمينی د رحلت د درې ويشتمې كليزې د لمانځلو په دستورو كې زياته كړه ، د ايران ملت نن د سياسی قدرت او د نړۍ په بدلولونو د اغيز او د سيمې او نړۍ په بدلونونو كې د شتون له نظره د اسلامی انقلاب د لو مړنيو كلونو په نسبت ډير پياوړې شوې دې.
د رهبرۍ ستر مقام د دې خبرې په كولو سره چې د اسلامی ايران پر ضد دلويدیځ بايكا ټونو د پرمختګ په لاره كې د ايرانی ملت لپاره ستر فرصت برابر كړې دې ، جوته كړه ، د پرمختګ په لور حركت بايد بې ځنډه دوام ولر لې شی او ايرانې ملت په تيره بيا مسولان بايد پوهه شی د دغه بهير دريدا به پر اسلامی ايران د ذلت د دوران د ستيندا سبب شی.
د رهبرۍ ستر مقام د ايران د پرمختګ يو عامل ولسواكی وبلله او ټينګار یې وكړ انتخابات د ايرانی ملت د ژنوندی والی او عزت نښه ده .
د رهبرۍ ستر مقام د ایټمی خطر په توګه د ايران د ښو دلو لپاره د لويدیځو هيوادونو د دسيسو هدف د عمومی افكارو غولول وبلل او جوته یې كړه هغو د ايران له ایټمی فعاليتونو هیڅ ويره نلر ی بلكې د هغو ويره په اجتماعی ، اقتصادی ، علمی او سياسی ډګرونو كې د ايران له عظيمو پرمختګو نه ده ، ځكه چې هغو ته ديره ښه پته لګيدلی ده چې ايرانی ملت په زبرځواكونو له تكیې پرته حقيقی پرمختګ كړې دې .
حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای جوته كړه امريكا كوشش كوی چې د نړۍ په ملتونو دا ومنی چې د دغه هيواد له مرستې پرته د پرمختګ په لاره كې ګام نشی پورته كو لې ، خو د ايران ولس په تيرو دريو لسيزو كې دا ثا بته كړی ده چې د امريكا له مرستې پرته هم اوڅاره پرمختګو نه ترلاسه كيدلې شی .
د رهبرۍ ستر مقام په ايران كې اوسنی تيز پرمختګو نه د حضر ت امام خمينی ره د غورځنګ او درسونو نتيجه وبلله او ویې فرمايل د ايران ملت په هغه درس سره چې له حضرت امام خمينی ره یې زده كړ ، ملی عزت ته د رسيدا لپاره خپل وسونو پيدا كړ ل او نن د هغه بزرګوار ميراث چې هماغه پياوړې او پرمختللې ايران دې ، د ټولو په وړاندې دې .
د رهبرې ستر مقام ، حضرت امام خمينی ره په اسلامی نړۍ كې د اسلامی ویښتيااو د اسلامی غورځنګ پلار وباله او جوته یې كړه د امام خمينی يوه اصلی كرښه او لاره د ايران ملت ته د ملی عزت روح وركو ل وو چې په دغه عظيم حركت سره د ايران ملت وتوانيده ، پرمختګ او ترقۍ ته د رسيدا په لاره كې له درستو خنډونو او د چيلنجونو له ليرې كولو سره مقابله وكړ ی .
د رهبرې ستر مقام د دې خبرې په كو لو سره ملی عزت به ټولنې د هغو په ګټو د غليما نو د غلبې په وړاندې وسا تی ، زيا ته كړه امام خمينی ره كله چې په صلابت او قدرت سره د ايران مشری پر غاړه واخيسته ، نو د ايرانی ملت د پرمختګ او عزت په لاره كې یې درست خنډونو ليرې كړ ل .
د رهبرې ستر مقام جوته كړه په ايران كې د اسلامی انقلاب له راتلو مخكې هيواد په سياسی حوزې كې دير منزوی وو ، او د نړۍ په بد لو نونو كې یې هیڅ ډول اغيز نه درلود ، او په داخلی سياست كې هم بې وسه او د بهرنيانو تر سلطې لاندې وو او استعماری حكومتونو هم د ايران له دغه موقعيته په استفادې سره د ايران سرچينې لوټولې ، په دې ډول چې واكوالانو د داخلی حالاتو د سمولو او د مځكنی بشپړتيا د ساتلو لپاره هیڅ قدرت او اراده نه درلوده ، خو ايرانی ملت د امام خمينی ره له لارښونو په پيروی سره دغه چورتلانونه ختم كړ ل او ايران یې عزت مند كړ ل .
د ايران د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ايرانی ملت د غوړيدا او علمی پرمختګ په مخنيوی كې د صيهونيسټ رژيم دسيسو ته په اشارې سره ټينګار وكړ ځينو امريكايی او صيهونيستی مشرانو نن په دې اعتراف كړې دې چې ايران په نړيوالو بدلونونو كې يو پياوړې او اغيز من هيواد دې چې په عزت او صلابت سره د سيمې او نړې په پیښو اغيز شيندی .
حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای زياته كړه هغه عمرانی چارې چې نن په درست ايران كې ليدل كیږی او د ايران د داخلی ماهرانو په لاس د بټيو ، انجنيری او صنعتی پيچليو، دستګاو او الو توليدد ايران اسلامی جمهوريت په دې زمينو كې د پرمختلليو هيوادونو له مرستو بې نيازه او دغه ټيكنالوجی یې د هغو له انحصاره ويستلی ده .
د رهخبرې ستر مقام همداراز اسلامی ویښتيا او د امريكا د ملاتړ وړ ديكتاتوريانو پرضد د سيمې د خلكو پا څونونو ته په اشارې سره زياته كړه ، اسلامی ملتونه بايد د هغو د اسلامی پا څونونو د غلا كولو لپاره د لويدیځ د دسيسو په وړاندې ځير ووسی .
1022669
captcha