IQNA

23:25 - June 03, 2012
د خبر لمبر: 2339783

افراط پال او تندلاری كسان له اسلام څخه غيرواقعی انځور وړاندې كوی

سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د سازمان رئيس څرګنده كړه: تندلاری كسان په تاؤتريخجنو او ترهګرانه اعمالو سره له اسلام څخه يو غيرحقيقی تصوير انځوروی.

د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د څانګې د رپورټ له مخې: د ايران د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان رئيس محمدباقرخرمشاد چې د نړۍ د دوديزو دينونو د مشرانو په كنګره كښې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمينې آستانه ښار ته تللے وو، په (استقلال) ماڼۍ كښې ئې د دغه هيواد د دينی چارو د آژانس د رئيس غيرت لاما شريف سره ليدنه او خبرې اترې وكړې.

په دغه كتنه كښې چې د ايران كلتوری سلاكار صابری پكښې هم شتون درلود، خرمشاد څرګنده كړه: له هغو مهمو مسائلو څخه چې دواړه هيوادونه پرې ټينګار لری، د هغو كسانو له خوا د دينی افراط ګرهنې سره مقابله ده چې په تاؤتريخجنو او ترهګرانه اعمالو سره له اسلام څخه غيرحقيقی انځور وړاندې كوی.
دوی زياته كړه: نن سبا نړۍ په تيره بيا اسلامی دنيا له دينی تندلاريتوب نه په رنځ كښې ده ځكه چې تندلاريتوب د مسلمانانو ترمينځ د لانجې او تفرقې د رامينځته كيدو كیږی او دا كار په هغه كشتۍ كښې د سوری كولو په معنا دے چې مونږ پكښې ناست يو. 1022395

captcha