IQNA

22:48 - June 04, 2012
د خبر لمبر: 2339947

په مدينه منوره كښې د حضرت امام علی عليه السلام د ميلاد د جشن مراسم ترسره شول

ټولنيزه ډله: د مولود كعبه اميرالمؤمنين حضرت امام علی(ع) د نيكمرغه زوكړې د كليزې مراسم بیګا په مدينه منوره كښې د ګڼ شمير ايرانی زيارت كونكو په شتون سره ترسره شول.

مدينې منورې ته د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د لیږل شوی خبريال د رپورټ له مخې: په دغو مراسمو كښې د دينې حوزې او پوهنتون استاذ حجت الاسلام والمسلمين اويسی په دې بيان سره چې د اميرالمؤمنين د ولادت په شپه په مدينه منوره كښې شتون يو سعادت دے، ووئيل: تاسو د حضرت فاطمې(س) خوښ ئې چې په داسې شپه مدينې ته رابلل شوی ياست.
دوی په پيغمبرانو كښې له اهل بيتو(ع) څخه د مرستې غوښتنې مسئلې ته په اشارې سره د حضرت نوح عليه السلام د كشتۍ د لرګی د يوې ټوټې كيسه وكړه او زياته ئې كړه: په تيرو لسيزو كښې په روسيه كښې د لرګی يوه ټوټه پيدا شوه او څرګنده شوه چې د حضرت نوح عليه السلام د كشتۍ نه پاتې لرګې دے، خو په دغه لرګی باندې ليكل شوی عبارت د هغۀ اهميت ډير زيات كړ. په دغه لرګی باندې ليكل شوې جملې په سامری ژبه ليكل شوې وې ځكه نو اول په روسی او بيا په انګريزۍ ژبه ترجمه شوې.
دوی په دې بيان سره چې د لرګی په دغه تخته باندې حضرت نوح(ع) له اهل بيتو(ع) څخه مرسته غوښتې ده، ووئيل: د لرګی په دغه تخته باندې د حضرت نوح عليه السلام له خولې راغلی دی چې اے خدايه او زما مددګاره! په خپل لطف او رحم او د محمد، ايليا، شبر، شبير او فاطمې د مقدسو ذاتونو په بركت زما لاس ونيسې ځكه چې دغه پنځه مقدس او سپیځلی وجودونه له ټولو نه زيات عظمت لرونكی دی او دنيا د دوی په خاطر جوړه شوې ده. 1022847


captcha