د فرانسې د رسمی خبری آژانش «AFP» له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د بنګله ديش د پلازمينې ډهاكه ښار عدالت د يو حكم په صادرولو سره اعلان وكړ چې د (مات قبر) په نامه كتاب د ليكوال چې په ٢٠٠٣كال كښې خپور شوے دے، د مسلمانانو او د اسلامی تعليماتو د حرمت د سپكاوی په دليل ترقانونی تعقيب لاندې راغلے دے.
دا حكم پس له دې صادر شوے چې د سلام آزاد په نامه يو مسلمان سياسی او اجتماعی فعال د دغه سپكاوی كونكی كتاب د ليكوال پرخلاف يو شكايت عدالت ته وړاندې كړ او قضائی چارواكو هم د شكايت ليك له څیړنې نه وروسته د دغه ليكوال د نيولو حكم وركړ. 1024152