د «aufaitmaroc» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د وړاندې شوې مسودې په اساس د تيونس اساسی قانون پكار دی د اسلام د مبين دين د تعليماتو مطابق وی او د دغه هيواد د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره لاره خلاصه كړی.
په دغه مسوده كښې همداراز ټينګار شوے دے چې په تيونس كښې قدرت پكار دی د قواؤ ترمينځ تقسيم شی او په دغه هيواد كښې يو غيرپوځی او ډيموكراټيك حكومت واكمن شی.
دغه مسوده د تيونس د مؤسسانو پارليمان ته وړاندې شوې ده څو د اساسی قانون د چوكاټ او بنياد د څیړنې نه پس، تدوين او تصويب شی.
دغه مسوده څرګندوی چې د هيواد عربی او اسلامی هويت پكار دی وساتلے شی او همداراز يو غيرپوځی او ولسواك نظام رامينځته شی. 1025065