د مصر چاپ الشروق ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، دغه لايحه د روان كال په وری د مياشتې كښې د وړومبۍ څیړنې نه وروسته د پارليمان د ٤٦ استازو او د كويت د كورنيو چارو د وزير په موافقت سره او د وروستی تصويب او په قانون باندې د بدليدو لپاره د كويت د امير شيخ صباح الاحمد په واك كښې راغله چې د هغۀ له خوا رد شوه.
په كويت كښې د هيواد امير د هغو ټولو لايحو د ردولو حق لری كومې چې د دغه هيواد د پارليمان له خوا تصويبیږی خو كه چيرې د پارليمان د غړو له دريو نه دوه برخې د هيواد د امير له خوا د لايحې په رديدو باندې اعتراض وكړی نو نمايندګان كوې شی چې د قانون په اساس هغه پخپله تائيده كړی او د قانون په توګه ئې تصويب كړی. 1025030