د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه آموزشی غونډه د علماؤ، دينی پوهانو او د سيالكوټ ښار د سل هاؤ تنه عامه خلكو په شتون سره ترسره شوه.
په نوموړې غونډه كښې حجتالاسلام محمد امين شهيدی، خالق جعفری، سيدتنوير الحسن رضوی، سخاوت علی قمی او سيدمبارك علی موسوی د قرآنی تعليماتو او بحثونو په اړه ويناوې وكړې.
دغه دينی كارپوهانو په دې هكله ټينګار وكړ: قرآن او اهل بيت(ع) له يو او بل نه جدا نه دی او هغه كسان چې له دغو دواړو څخه يو غوره كوی، د الهی احكامو په اجرا كولو كښې به كامياب نه وی ځكه چې دغه دواړه تر قيامته پورې له يو او بل څخه نه بيلیږی. 1026390