IQNA

په پنجاب كې د اهل بيتو (ع) سيرت او قران په عنوان سره سيمينار تر سره شو

6:15 - June 11, 2012
د خبر لمبر: 2343937
د هنر اوادب ډله: د پاكستان د پنجاب صوبې په سيالكوټ ښار كې تيره ورځ د جون په نهمې نیټی د پاكستان د مجلس وحدت مسلمين ګوند لخوا د اهل بيتو (ع) سيرت او قران په عنوان سره سيمينار تر سره شو.
د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس په دې سيمينار كې د عالمانو او مذهبی شخصيتونه نه علاوه په سلګونو ښاريزو ګډون وكړ په دې سيمينار كې ښاغلی حجة الاسلام امين شہيدی ، خالق جعفری ، سيد تنويرالحسن رضوی ، سخاوت علی قمی او سيد مبارك علی موسوی د اهل بيتو عليهم السلام د تعليماتو او قران موضوعاتو په اړه خطاب وكړ.
دې مذهبی ماهرينو وويل چې قران پاك او اهل بيت نه جدا كیږی او هغه خلك چې هغوی په دې دوو كې د يو پيروی كوی او د بل پيروی نه كوی نو هغه نه شی كاميابيدای ځكه چې دا دواړه د قيامت ورځې پورې له يو بل نه جلا كیږی.
1026390
captcha