د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، ښاغلی محمود احمدی نژاد بیګا د فلسطين دازادۍ له پآره د خلق جبهې له عمومی منشی احمد جبراييل سره په كتنه كې په دې بيان سره چې صهيونسټ رژيم د سيمې تر ټولو خطرناك او لوی دښمن دی وويل : د غه جعلی رژيم په حقيقت كې د امريكا اولويدیځو هيوادونو سمبول او سيمې ته د هغوی د راننوتلو لاره ده .
د اسلامی ايران ولسمشر صهيونسټ رژيم په سيمه كې د لويدیځو هيوادونو په تيره بيا امريكا تر ټولو لويه اډه وبلله او وې ويل د امريكا په مشرۍ لويدیځ هڅه كوی دغه رژيم وساتی او دا خپله تر ټولو لويه دنده ګڼی.
هغه وويل چې دغه رژيم پّ وروستيو كلونو كې په ځوړتيا دی او شتون یې په خطر كې لويدلی دی.
د خلق جبهې عمومی منشی هم په دغه كتنه كې په مينځنی ختیځ كې د لويدیځوالو د حركتونو او د سيمې د حالاتو په هكله يو راپور ولسمشر احمدی نژاد ته وړاندې كړ. ده وويل چې چې اسلامی انقلاب د سيمې په هيوادونو ډيرې اغيزې شيندلې او په ټولو زمينو كې یې پرمختګ كړی د ی.
1027190