IQNA

23:40 - June 11, 2012
د خبر لمبر: 2344645

د راكټی حملې له امله د امام موسی كاظم(ع) د حرم زيارت كونكی شهيدان شول

بين المللی ډله: په كاظمين ښار كښې د حضرت امام موسی كاظم(ع) د عزادارۍ او ماتم په مراسمو باندې د ترهګرو په حمله كښې ٧ تنه زايران شهيدان شول.

د «liberation» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د عراق د پلازمينې بغداد په شمال لويدیځ كښې بیګا نيمه شپه د شيعه مسلمانانو د اوم امام د عزادارۍ په مراسمو باندې د دوو توغنديو په حمله كښې لږ ترلږه ٧ تنه شهيدان او له ٢٠ نه زيات كسان زخمی شول.
د عراق د امنيتی چارواكو د رپورټ له مخې: بیګا نيمه شپه د هغه شيعه مسلمانانو د راغونډيدو په ځائې كښې چې د حرمينو سره نژدې د عزادارۍ په حال كښې وو دوه توغندی ولګيدل او له امله ئې يو شمير شيعه مسلمانان په شهادت ورسيدل.
د عراق د كورنيو چارو د وزارت په وينا، دغه ډله زيارت كونكی د شيعه مسلمانانو د اوم امام حضرت موسی كاظم(ع) د شهادت د شپوورځو د رارسيدو په مناسبت د حرمينو په نژديو كښې د عزارداۍ د مراسمو د ترسره كولو په حال كښې وو.
همداراز ځينو غيررسمی سرچينوپه دغه حمله كښې د دوو ايرانی سړيو د زخمی كيدو او د يوې ايرانے ښځې د شهادت خبر وركړے دے. 1027551
captcha