IQNA

د فلسطين له مقاومت څخه د حمايت په لازموالی باندې د اردن د اخوان المسلمين د مشر ټينګار

23:40 - June 11, 2012
د خبر لمبر: 2344648
بين المللی ډله: د اردن د اخوان المسلمين مشر چې د فلسطين د خلكو سره د كتنې لپاره پرون غزې ته لاړ، اعلان وكړ: د فلسطين خلك د قدس د نيواكګر رژيم سره په مقابله كښې يوازې نه دی.
د «guysen»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اردن د اخوان المسليمن غورځنګ مشر پرون د څه باندې سلو مسلمانو فعالانو د يو پلاوی سره يو ځائې د رفح له پولې څخه د غزې تړانګې ته داخل شو.
د اردن د اخوان المسلمين مشر او ورسره پلاوی په دغه سفر كښې له ځانه سره له ١٠ ټنو نه زيات درمل، په غزه كښې د روغتونو او درمليزو مركزونو لپاره يوړل.
دغې اردنی ډلې د فلسطين د خلكو منتخب وزيراعظم اسماعيل هنيه ته په خطاب كښې د يوې بيانیې په صادرولو سره غزې ته د خپل سفر د هدف په اړه اعلان وكړ: په دې اړه د فلسطين خلكو ته ډاډ او اطمينان وركول چې د قدس د نيواكګر رژيم سره په مقابله او د غزې د تړانګې د محاصرې په ماتولو كښې يوازې نه دی، هغه هدف دے چې په دې سفر كښې ئې تعقيبوو.
د حماس د چارواكو يا د نورو فلسطينی چارواكو سره د ملاقات له پاره د دغه اردنی ډلې د برنامو په اړه تراوسه زيات اطلاعات نه دی خپارۀ شوی. 1027334

captcha