IQNA

23:53 - June 12, 2012
د خبر لمبر: 2345580

د ايرانی اتباعو د اعدام يا پانسۍ په اعتراض كښې د عربستان شاذدافير د بهرنيو چارو وزارت ته ورغوښتل شو

سياسی ډله: د نشه ايزو موادو د وړلو په تور د سعودی عربستان په جيل كښې د ايران د يو شمير اتباعو د اعدام د خبر د تائيديدو نه پس په تهران كښې د دغه هيواد شاذدافير حسن زيد د بهرنيو چارو وزارت ته وروغوښتل شو.

د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د نشه ايزو موادو د وړلو په تور د سعودی عربستان په جيل كښې د ايران د يو شمير اتباعو د اعدام د خبر د تائيديدو نه پس په تهران كښې د دغه هيواد د سفير په نشتوالی كښې د عربستان شاذدافير حسن زيد د ايران د بهرنيو چارو وزارت ته وروغوښتل شو او د سعودی عربستان د دولت په دغه غيرانسانی اقدام باندې د ايران سخت اعتراض ورته ابلاغ شو.

په دغه كتنه كښې د بهرنيو چارو د وزارت د فارس خليج لوئې مدير عليرضا عنايتی د دغه اقدام د غندلو په ترڅ كښې په دې لړ كښې د عربستان د دولت د فوری وضاحت غوښتونكے شو.
دۀ همداراز كنسول ته د لاس رسۍ له حق څخه د ايرانی نيول شويو كسانو په بې برخې ساتلو باندې د عربستان د دولت ټينګار وغندۀ او په بين المللی تعهداتو او د بشری حقوقو په اصولو باندې د دغه هيواد د نه پايبندۍ په نسبت ئې د ايران سخت اعتراض څرګند كړ.
د عربستان شاذدافير په دغه ملاقات كښې څرګنده كړه چې د ايران د اسلامی جمهوريت سخت اعتراض به په وړومبی فرصت كښې خپل حكومت ته ورسوی. 1028018

captcha