IQNA

8:24 - June 13, 2012
د خبر لمبر: 2345653

په پاكستان كې د امام خمينی (رح) افكارو وضاحت وشو

سياسی او ټؤلنيزه ډله: د پاكستان د چينيوټ ښار په زينب امام باړې كې په يو سيمينار كې د حضرت امام خمينی رحمه الله عليه افكارو وڅیړل شو.

د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې له مغربی ايشيا څانګې یې نقلوی چې د دولسم جون بج په ورځ د ځای وخت په مطابق له لسو بجو تر دولسو بجو پورې ګډون كوونكيو ته د امام خمينی رحمه الله عليه سيرت او افكارو څخه اشنایې لپاره په چنيوټ كې اماميه سټؤډنټ ارګنايزيشن يو سيمينار تر سره كړ.
په دې سيمينار كې د هيواد غټ او لوړ شخصيت ښاغلی حجت الاسلام و المسلمين "سيد انيس عباس زيدی" د امام خمينی د ژوند مختلف اړخونه وڅیړل.
د ويلو ده چې اماميه سټوډنټ ارګنايزيشن په پاكستان كې د فعالو تنظيمونو څخه دی چې دا تنظيم په ميلادی كال 1982 كې د ډاكټر محمد علی نقوی په لاس جوړ شوی ؤ.
1028740
captcha