د المنار چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د النهضه اسلامی غورځنګ فراكسيون د اسلام د سپكاوی كونكو هنری فن پارو د نندارتون په نسبت د تيونس په پلازمينه كښې د اعتراضونو او تاؤتريخوالو د زياتيدو نه پس، د دغه هيواد په نوی اساسی قانون كښې د دينی مقدساتو د سپكاوی جرم ګڼل كيدل او د سپكاوی كونكو لپاره د سزا د ټاكل كيدو غوښتنه وكړه.
دغه فراكسيون د يوې بيانیې په صادرولو سره اعلان وكړ: دينی مقدسات يو لوړ مقام لری او دا كار ورسره نه ښئی چې په يولړ پوچو او بې ارزښتو اقداماتو سره ئې سپكاوے وشی.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: د النهضه غورځنګ دارالانشاء د دينی مقدساتو د سپكاوی د جرم بلل كيدو او د سپكاوی كونكو لپاره د سزا د ټاكل كيدو د قانون د وړانديز مسئوليت منی.
دغه غورځنګ په پائې كښې له تيونسی چارواكو وغوښتل چې د مقدساتو د سپكاوی كونكو او د عمومی اموالو د خرابونكو د محاكمه كولو په موخه دې قضائی تحقيقات ترسره كړی.
1029014