IQNA

د ((ډهاكا، په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی او كلتوری پلازمينه)) د نمانځلو مراسم ترسره شول

17:39 - June 14, 2012
د خبر لمبر: 2346671
بين المللی ډله: د ((ډهاكا، په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی او كلتوری پلازمينه)) د نمانځلو مراسم له پرون څخه په رسمی توګه په دغه ښار كښې پيل شول.
د «ISESCO»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په همدې مناسبت د آثارقديمه د سازمان عمومی منشی محمدشفيق الاسلام او د بنګله ديش د كلتور او ارشاد د وزارت يو مسئول پاراګ محمدنورالحق پرون د آيسسكو سازمان د مسئولانو سره ملاقات وكړ.
دغه كتنه په ايشيائی سيمه كښې د ((ډهاكا، په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی او كلتوری پلازمينه)) د برنامو او پروګرامونو د ترسره كولو لپاره د آيسسكو او د بنګله ديش د ارشاد او كلتور د وزارت ترمينځ د لازياتې غږملتيا په موخه ترسره كیږی.
د اسلامی نړۍ د فرهنګی او كلتور پلازمينې د جشنونو د ترسره كولو طرحه په كال ٢٠٠٤ كښې په الجزاير كښې د اسلامی هيوادونو د ارشاد او كلتور د وزيرانو په څلورمه غونډه كښې وړاندې شوه او له هغو نه پس لس كلن پروګرامونه تدوين شول چې د هغو له مخې هر كال د ايشيائی، افريقائی او عربی هيوادونو له مينځه درې اسلامی ښارونه د اسلامی نړۍ د پلازمينې په توګه معرفی كیږی.
دغه ښارونه د هغه كال په اوږدو كښې چې په خپله سيمه كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی او كلتوری پلازمينې وی، ګڼ شمير اسلامی برنامې ترسره كوی او د اسلام هويت د ژوندی كولو په لاره كښې ګام پورته كوی.
د وئيلو ده چې په روان ميلادی كال كښې د عراق نجف اشرف، د بنګله ديش ډهاكا او د نائيجير نيامی نومې ښارونه په ترتيب سرا په عربی، ايشيائی او افريقائی هيوادونو كښې د اسلامی نړۍ فرهنګی او كلتوری پلازمينې دی. 1029090

captcha