د اسلامی مذهبونو د نژديكت د نړيوال تنظيم د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: آيت الله تسخيری د اسلامی بيدارۍ په محوريت سره د وحدت او نژديكت په كانفرنس كښې چې د اسلامی مذهبونو د نژديكت د نړيوال سازمان د نمايندګۍ په همت په اسلام آباد كښې ترسره شو، ووئيل: مسلمانان پكار دی خپل اختلافونه هير كړی ځكه چې د هغوی د كاميابۍ يوازنې راز مسائلو او اختلافاتو ته له لمن وهلو څخه ليرې والے او ډډه كول دی.
دوی د غږملتيا او د مذهبی همبستګۍ د رامينځته كولو په موخه د يوشمير كانفرنسونو د ترسره كولو لپاره د پاكستان د كوششونو په قدرونې سره څرګنده كړه: د پاكستان خلكو په دغه كانفرنس كښې خپله اصلی څيره وښودله. د دغه ولس حقيقی څيره جنګ، وينه تويونه او وژلې نه دی بلكې د دغه هيواد اصلی څيره سوله، وحدت، نژديكت او پيوستون دے.
آيت الله تسخيری زياته كړه: نژديكت د مذهبونو د تركيب په معنا نه دے بلكې نژديكت يعنې هر يو مذهب دې په داسې حال كښې چې خپلې ځانګړتياوې ساتی، د مشتركاتو په لور لازيات متمركز شی.
دوی ټينګار وكړ: هغه ترټولو ستر كړكيچ چې مسلمانان ورسره نن سبا مخ دی، له يوبل څخه ليرې والے دے.
دپاكستان د ملی پيوستون د شوری مشر قاضی حسين احمد هم ووئيل: مسلمانانو ته پكار دی چې د خپل ژوند اصول او قواعد د حضرت محمدمصطفی(ص) ژوند او اصولو ته په پام سره غوره كړی او په حقيقت كښې مسلمانان پكار دی د وحدت او يوزړه توب په نسبت په خپلو كښې ژمن وی.
د مسلمانانو د وحدت نړيوال كانفرنس د پاكستان د اسلامی مذهبونو د نژديكت د سازمان په همت د دغه هيواد په پلازمينه اسلام آباد كښې ترسره شو. 1029321