IQNA

17:39 - June 14, 2012
د خبر لمبر: 2346673

په لكونه فلسطينيان د شپږورځنی جنګ له وخت نه له خپل وطنه ويستل شوی دی

بين المللی ډله: هاآرتص نومې صهيونيسټی ورځپاڼې په يو رپورټ كښې اعلان وكړ: اسرائيلی ځواكونو په شپږ ورځنی جنګ كښې له اسرائيلو څخه د عربانو د ماتې خوړلو نه وخت څخه د ٤٥كالو په اوږدو كښې د اردن د سيند په لويدیځه غاړه او د غزې په تړانګه كښې د (چپې ويستنې) د طرحې په اجرا كولو سره له دوه نيم لاكو نه زيات فلسطينيان له خپل ټاټوبی نه ايستی يا تبعيد كړی دی.

د «Palestine info»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغې ورځپاڼې وليكل: اسرائيليانو همداراز له صهيونسټانو څخه په شپږورځنی جنګ كښې د عربانو د ماتې يعنې له ١٩٦٧كال څخه د فلسطينيانو د خپلواك حكومت تر جوړيدو يعنې تر كال ١٩٩٤ پورې د ٢٧كالو په موده كښې د غزې د څه باندې يو لاك كسانو او د اردن د سيند د لويدیځې غاړې د يولاك او څلویښت زره كسانو د استوګنې حق باطل كړے دے.
په دغه ورځپاڼه كښې اعلان شوے دے: په حاضر حال كښې كښې هم په قدس شريف كښې د فلسطينی ښاريزو پرخلاف د چپې او غلې ويستنې طريقه اجرا كیږی او هغوی په دې ادعا سره چې له دې نه پس د دغه ښار له اوسيدونكو څخه نه ګڼل كیږی او خپل د استوګنې حق ئې له لاسه وركړے دے، په بشپړه توګه د قدس شريف په پریښودو باندې مجبور شوی دی. 1029336
captcha