د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای وويل چې په الهی قدرت تكيه، د اسلامی ايران د پرمختګ راز وباله، او څرګنده یې كړه، اسلامی نظام ، په كډه وډه مالی نړۍ كې ، دالهی او انسانی ارزښتونو دفاع ته مخ كړې، او د اسلامی شورا استازی بايد، د دې مسلې په درك سره، برياليتوب ته درسيدا حقيقی لاره، له پروردګار سره د ارتباط په پياوړتيا كې وبولی.
هغوی د اسلامی شورا په اساسی دندو عمل، يعنې د ښو قوانينو برابرول، او سمه څارنه، د اسلامی شورا د رغنده والی اساسی نښه وبلله، ا و زياته یې كړه، د نهمې اسلامی شورا استازی د يوه ښه قانون ځانګړنو او د څارنې سمو معيارونو ته په پام سره، په خپلو دندو عمل وكړی.
د رهبرۍ ستر مقام د ايران ، سيمې او نړۍ په سياسی فضا كې فعال شتون، د يوې رغنده او تانده شورا اړتيا وبلله او ټينګار یې وكړ، اسلامی شورا، د ايارن د سترو سياستونو، عمومی افكارو او انقلاب روښانه ډګر دی، اوبايد په داخلی او بهرنيو موضوګانو كې ټاكلی دریځونه ولری. هغوی د سيمې چټكو بدلونونو او پیښو ته په اشارې سره زياته كړه،اوس په سيمه كې يو شورماشور دی او په دې مهمې سيمې كې چې د آسيا زړه بلل كیږی، عجيبه وضعيت واكمنه شوې ده.
هغوی جوته كړه، كه د اسلامی شورا غړی، د سيمې د بدلونونو په اړه په مناسب وخت كې مناسب دریځونه غوره كړی، حتما به د سيمې او هيوادونو د ملتونو په عمومی افكارو كې اغيزمن رول ولری.
د رهبرۍ ستر مقام د ايران د اسلامی نظام او ملت روښانه راتلونكی ، زيری وركړل شوی حقيقت وباله، او د ايران د ښو ځوانانو ا و د ملت د ايمان په قدرونې سره یې زياته كړه، د پاك خدای په مرسته، د هيواد عمومی حركت او چورليز، تفكر او لورنيونه ، اسلامی او دينی ده.
هغوی له اسلامی ايران سره د استكبار دښمنی، د سلطه ګرو د لوټونكی ذات زیږنده وبلله، او ټينګار یې وكړ، ځينې په كنايه او پيغور سره وايی چې نړۍ د نظام په مقابل كې مه راولئ، خو دغه خبره د نه فكر كولو له كبله ده، ځكه چې د دينی او دينی ولسواكۍ حكومت ، په طبيعی توګه، د نړۍ فرعونان ، له دغه نظام او ملت سره په دښمنۍ راپارولی دی.
1029355