د ايران د قران خبری اژانس ايكنا يو راپور پر اساس، آيت الله احمد جنتی نن د روسیې په پلازمنيه مسكو كې د ايران او پنځه جمع يوډلې د خبرواترو د ترسره كېدو په درشل كې وويل چې د ايران اسلامی جمهوريت څوڅو ځلې اعلان كړی دی چې په هیڅ ډول چمتو نه دی چې د سوله ييزې اټومی انرژۍ په درلودلو كې له خپل روا حقه تېرشی.
آيت الله جنتی، همدارنګه په بغداد كې دايران او پنځه جمع يوډلې خبرې اترې په مثبت بللو سره زياته كړه چې د ايران اسلامی جمهوريت په منطق او دباو پرته چمتو دی چې دې خبرو اترو ته دوام وركړی او هيله مند دی چې دغه خبرې اترې ښو پايلو ته ورسېږی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په ډاګه كړه چې دښمنان چې تل د جګړې، د پوهانو او چارواكو دترور او بنديز په شمول په مختلو طريقوهڅه كړې چې دايران ملت له خپلو حقوقو څخه شاتګ ته اړ كړی، اوس دې پايلې ته رسيدلی د ی چې دغه اقدامات بې نتيجې دی.
آيت الله جنتی همدارنګه د عراق په مختلفو سيمو كې د ترهګرو بريدونو په غندلو سره وويل، دغه ترهګر بريدونه سيمې د ځينو عربی هېوادونو او امريكا په ملاتړ سره ترسره كېږی او هغوی په دې لټه كې دی چې د عراق د لومړی وزير، نوری مالكی ولسی دولت ته ټكان وركړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همدارنګه په سوريه كې ترهګر بريدونه او ناامنۍ د امريكا، صهيونيسټ رژيم او د ځينو لاس پوڅو عربی هېوادونو د دسيسو له امله وبلل او زياته یې كړه چې د سوریې دولت ددې هېواد د خلكو استازی د ی او د خلكو له غوښتنو سره سم د اصلاحاتو د پلی كېدو لپاره ډېر داسې اقدامات ترسره كړی چې د سيمې په هیڅ هېواد كې نه دی پلی شوی.
1030379