د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يوراپور پر اساس، چې له لبنانی ورځ پاڼې الانتقاد یې نقلوی چې اخوان المومنين تنظيم په خپلې لومړنۍ بيانې كې اعلان كړی دی چې په عربستان كې حقيقی بدلون به هله راځې چې د ال سعود حكومت ختم شی او حكومت ولسی استازو ته ملاو شی.
په دې بيانې كې راغلی دی چې د دې تنظيم مقصد له ټولنې د بې انصإفې او د ظلم ختمول دی مونږ د اسلام په اساس بدلون غواړو او په نن په سيمې كې ټولو قومونو خپل برخليك په خپلو لاسو كې اخستې دی او ظالم واكمنان یې له واكمنی ليرې كړی دی مونږ هم د اسلام په اساس بدلون غواړو او نن مونږ د اخوان المومنين لتحرير الحجاز نومې تنظيم د جوړولو اعلان كوو ځكه چې د بدلون وخت راغلی دی.
1029489