IQNA

6:12 - June 16, 2012
د خبر لمبر: 2347211

د پاكستان نوې نسل د علامه اقبال افكارو سره اشنا كیږی

سياسی او ټولنيزه ډله: د پاكستان د پنجاب صوبی كې د ايوان اقبال نومې موسسې د نوی نسل د علامه اقبال د افكاروسره د اشنایې په موخه د ښوونيزې دورې د تر سره كولو اقدام وكړ.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د پو راپور پر اساس، دا ښونيزه دوره د ديارلسو كلونو راهسی تر اتلسو كلونو ماشومانو او جينكو لپاره نن د جون له پينځلسمې تر جولایې د پينځمې نیټی پورې تر سره كیږی.
دا ډول په دې دورې كې د مذهبی ماهرين او استاذان د اسلامی موضوعاتو او د علامه اقبال د افكارو په هكله مختلف موضوعات خلكو او حإضرينو ته ويناوې كولی شی.
د دې ښوونيزې دورې د تر سره كولو مقصد ځوانان د اسلام تاريخ او دعلامه اقبال افكاروسره اشنا كول دی.
1030220
captcha