IQNA

په اتاوا كښې د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) د رسالت د پيليدو د كليزې نمانځنه

23:55 - June 16, 2012
د خبر لمبر: 2348025
د كلتوراو هنر ډله: په كاناډا كښې د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری مركز د حضرت ختمی مرتبت محمدمصطفی(ص) د بعثت د كليزې د رارسيدو په مناسبت سبا د جشن مراسم ترسره كوی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د اسلامی ارتباطاتو او كلتور د سازمان د څانګې د رپورټ له مخې: د انشقاق په مباركه سوره كښې د اسلام د مكرم رسول(ص) د سيرې په موضوع سره د وينا او تقرير برنامه، د مذهبی او كلتوری مقابلې ترسره كول او د مناسبتی ویډيو كلپونو خپرول په ډيره پرتمينه توګه د دغه نيكمرغه اختر د جشن د ترسره لپاره د ايران د كلتوری مركز له خوا په نظر كښې نيول شوې برخې دی.
په اتاوا كښې د حضرت محمدمصطفی(ص) د بعثت د كليزې د نمانځنې جشن سبا په ځائی وخت د مازدیګر په ٥:٣٠ بجو نه د ماښام تر ٧:٣٠ بجو پورې په دغه ښار كښې ترسره كیږی. 1030676

captcha