IQNA

په ايتوپيا كښې د ايران د سياسی او ټولنيزې نشرئې څلورمه ګڼه خپره شوه

23:54 - June 16, 2012
د خبر لمبر: 2348029
د كلتور او هنر ډله: په ايتوپيا كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز د سياسی او ټولنيزې خبرنامې د غبرګولی د مياشتې ځانګړې ګڼه خپره شوه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه كڼه كښې د (( د ايتوپيا د حكومت سره د مسلمانانو د برخورد آئیډيالوجی))، ((په ايتوپيا كښې د لمونځ ګزارو تريخجنه او خونړۍ وژله)) او(( د ايتوپيا په مظاهرو كښې يوه مسلمانه ښځه مړه شوه)) په عنوان سره يوشمير رپورټونه او خبرونه ترسترګو كیږی.
د دغې ګڼې په سريزه كښې په ننۍ نړۍ كښې د كلتوری او فرهنګی اطلاع رسونې ضرورت ته په اشارې سره د انقلابی ولسونو له معنوی او دينی اصولو څخه بڼه نيولی اوسنی ټولنيز خوزښتونه ذكر شوی او هيله څرګنده شوې ده چې په نه زيات لرې راتلونكی كښې به د يو نوی او تازه اسلامی تمدن د بياڅرګنديدنې كتونكی يو. 1030816
captcha