IQNA

په عراق كې په زيارت كونكو چاودنو پړه، القاعدې په غاړه واخسته

5:32 - June 17, 2012
د خبر لمبر: 2348124
نړيواله ډله: په بغداد كې روغتيايی سرچينې وايی چې دعراق د پلازمينې په شمال كې د چاودنې د مړو او ټپيانو شمير ۱۴۳ كسانو ته لوړ شو.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې د لبنان له الانتقاد ورځ پاڼې یې نقلوی چې په بغداد كې د روغتيايی سرچينو له قوله چې د شيعيانو د اووم امام امام موسی كاظم عليه السلام د زيارت كونكو په لاره كې د موټر بم چاودنې په ترڅ كې ۲۵ كسان شهيدان شوی او لږترلږه ۱۱۸ نورټپيان شوی دی
راپورونه وايی چې په بغداد كې هم نن د زيارت كونكوپه لاره كې د يوې بلې موټر بم چاودنې په ترڅ كې هم لس كسان شهيدان او ۳۶ نورټپيان شوی دی.
تردې وړاندې هم د بغدا په الدعولعی سيمه كې چې الحريه سيمې ته نږدې پرته ده د موټربم چاودنې په پايله كې اته كسه زيارت كونكی شهيدان او پنځلس نور ټپيان شول.
دری ورځې وړاندې دعراق په اتو ولايتونوكې لږترلږه دوه ديرش چاودنې وشوې چې له امله یې شاوخوا ۳۱۸ كسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ويلو ده چې د دغو بم چاودنو ذمه واری او پړه القاعده چې ځان ته مسلمان وایې په غاړه اخستې ده. چې تل د امريكې او د اسرييلو په خدمت كې خپل كارونه تر سره كوی.
1031113
captcha