IQNA

د قرآن د بين المللی مقابلو ترسره كول د اسلامی انقلاب د كلتور د صادريدو سبب كیږی

21:52 - June 17, 2012
د خبر لمبر: 2348940
د قرآنی فعاليتونو ډله: د رهبری خبرګانو د جرګې غړی ووئيل: د قرآن د بين المللی مقابلو ترسره كول د مسلمانانو ترمينځ د اسلامی انقلاب د كلتور د صادريدو سبب كیږی.
د ايران د بين المللی قرآنی مقابلو د ٢٩ دورې د خبری كمیټې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: آيت الله محمدبهرامی خوشكار څرګنده كړه: قرآن كريم نور مبين دے او هرڅومره چې د دغه آسمانی كتاب خدمت وكړې شو، له دنياوی اجرونو نه علاوه د قيامت په ورځ معنوی اجر هم ترلاسه كیږی.
دوی په سيمه كښې د اسلامی بيدارۍ په بهير باندې په ټينګار سره ووئيل: د مسلمانانو د وحدت ټكے او مركز ثقل قرآن پاك دے او په يقينی توګه هر غږ چې د دغه آسمانی كتاب په هكله پورته شی، د اسلامی امت د هركلی سره مخامخیږی.
د رهبرۍ د پوهانو په جرګه كښې د كرمان د خلكو استازی زياته كړه: باوری يم چې د اسلامی نړۍ امت د ودې او پرمختګ لپاره پكار دی په دينی اشتراكاتو باندې په تكیې او ملا تړلو سره د نړيوال استكبار په وړاندې ودریږی. 1031850
captcha