IQNA

په لندن كښې د حضرت امام موسی كاظم(ع) د شهادت د كليزې د وير او ماتم مراسم ترسره شول

21:52 - June 17, 2012
د خبر لمبر: 2348942
بين المللی ډله: د ولايت او امامت د آسمان د اوم ځلانده ستوری حضرت امام موسی بن جعفر(ع) د شهادت د كليزې د وير او ماتم مراسم پرون د انګلستان د اسلامی مركز په ودانۍ كښې د دغه مركز په همكارۍ سره د لندن د بنی هاشم(ع) نومی د ځوانانو د هيئت له خوا ترسره شول.
د «ic-el»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مراسم د عصمت او طهارت د اهل بيتو(ع) د كورنۍ د ګڼ شمير مئينانو او مينه والو په شتون سره د كلام الله مجيد د يوشمير آيتونو په تلاوت او د دعای توسل په لوستلو سره پيل شول او د حجت الاسلام شيخ علی برهان په وينا سره پائې ته ورسيدل.
حجت الاسلام شيخ علی برهان، حضرت موسی بن جعفر(ع) د پوهې او د الهی معرفت يو ژور درياب او باب الحوائج وباله او د بنی عباس له خلفاؤ څخه د هارون رشيد د واكمن ظالم نظام د ټولو خنډونو او مخالفتونو سره سره ئې د اسلام د معارفو په بيانولو او پراخولو كښې د هغه حضرت رول ته اشاره وكړه او د خدای د ګران رسول حضرت محمدمصطفی(ص) څخه په يو روايت باندې په استناد سره ئې څرګندونه وكړه: د خدای تعالی(ج) په نزد ترټولو بد اعمال د خدای سره شريك جوړول، د صله رحم پرې كول، د ناوړو او بدو كارونو امر كول او د خير له كارونو او د انسانانو له خدمت څخه د مومنانو مخنيوے كول دی. 1031692

captcha