IQNA

23:20 - June 18, 2012
د خبر لمبر: 2349293

په تاجكستان كښې د قرآن كريم د حافظانو ځانګړے تربيتی وركشاپ ترسره كیږی

بين المللی ډله: په تاجكستان كښې د قرآن كريم د حافظانو تربيتی وركشاپ د اسلامی، آموزشی، علمی او فرهنګی سازمان (ISESCO) په همت له نن څخه يعنې د روانې غبرګولی د مياشتې له ٢٩ نه تر ٣١ نیټې پورې د تاجكستان په پلازمينه دوشنبه ښار كښې ترسره كیږی.

د اليوم السابع خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه د آيسسكو او د قرآن كريم د حفظ د نړيوال تنظيم په همت او هم د تاجكستان د ابوحنيفه نومی اسلامی پوهنتون په غږملتيا سره له نن څخه په دغه هيواد كښې خپل كار پيلوی.
د قرآن كريم د حفظ ډيرې مهمې لارې چارې، د قرآن كريم د حافظانو د مهارتونو د پراخولو طريقې او د هغوی د توانمنيو لوړول او د مينځ لاريتوب او اعتدال په پياوړتيا كښې د حافظانو رول له هغو موضوعګانو څخه دی چې په دغه وركشاپ كښې وربانې بحث او څیړنه كیږی. 1031689


captcha