د اليوم السابع خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه د آيسسكو او د قرآن كريم د حفظ د نړيوال تنظيم په همت او هم د تاجكستان د ابوحنيفه نومی اسلامی پوهنتون په غږملتيا سره له نن څخه په دغه هيواد كښې خپل كار پيلوی.
د قرآن كريم د حفظ ډيرې مهمې لارې چارې، د قرآن كريم د حافظانو د مهارتونو د پراخولو طريقې او د هغوی د توانمنيو لوړول او د مينځ لاريتوب او اعتدال په پياوړتيا كښې د حافظانو رول له هغو موضوعګانو څخه دی چې په دغه وركشاپ كښې وربانې بحث او څیړنه كیږی. 1031689