IQNA

د قرآن مقابلې د اسلامی بيدارۍ د اصولو د تشريح كولو لپاره يو مناسب فرصت دے

23:57 - June 19, 2012
د خبر لمبر: 2350188
بين المللی ډله: د قرآن كريم د بين المللی سياليو ٢٩ دورې ته د فرانسې لیږل شوی قاری ووئيل: د ايران د قرآن په بين المللی مقابلو كښې زياتره ګډون كونكی ځوانه پرګنه ده او د هغوی لپاره د اسلامی بيدارۍ د اصولو تشريح كول، د هغو اړوندې ټولنې ته د پيغام د انتقالولو په منزله دی.
په ايران كښې د ترسره كيدونكو قرآنی نړيوالو مقابلو ٢٩ دورې ته د فرانسې نه راغلی قاری اوكبا جنان د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په مركه كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: كه څه هم د نړۍ په هيوادونو كښې ځوانه پرګنه د سياسی او كلتوری خبرونو په لټه كښې ده او په ليبيا، مصر، تيونس او بحرين پورې له اړوندو پیښو څخه آګاهی لری خو د (اسلامی بيدارۍ) د مفهوم سره چندانې آشنائی نلری او دغه پیښې زياتره د سياسی نظره جاجوی.
دۀ زياته كړه: په دې وجه دغه مقابلې يو مناسب فرصت دے چې د ايران اسلامی جمهوريت په معاصره نړۍ كښې د اسلامی بيدارۍ د سرچينې په توګه، ګډون كونكی د اسلامی بيدارۍ د څپې د مختلفو اړخونو سره آشنا كړی او د استبداد پرخلاف د سيمې د خلكو د پاڅون د بنيادونو د معرفی كولو په ترڅ كښې دې قاريان او حافظان، په نورو هيوادونو كښې د اسلامی تعليماتو د بيانولو لپاره چمتو كړی.
اوكباجنان د خپلو ويناؤ په پائې كښې د مسلمانانو په وحدت كښې د قرآن كريم په رول باندې په ټينګار سره څرګنده كړه: قرآن كريم په هر مذهب او هر سياسی ليد سره د نړۍ د ټولو مسلمانانو واحد كتاب دے او همدغه اشتراك د مسلمانانو ترمينځ د خبرواترو او د وحدت د پيل ټكے كيدې شی. نن سبا اسلامی امت له بل هر وخت نه زيات پيوستون او يوزړه توب ته اړتيا لری ځكه چې د اسلام پرخلاف د دښمنانو دسيسې هره ورځ زياتیږی او د دغو دسيسو پرخلاف يوازنۍ لاره مقاومت او اتحاد دے. 1033074

captcha