IQNA

23:57 - June 19, 2012
د خبر لمبر: 2350190

د مصر خلكو په انتخاباتو كښې د اسلام پالو د كانديد د برياليتوب جشن ترسره كړ

بين المللی ډله: د مصر خلكو پرون د ولسمشرۍ په انتخاباتو كښې د اسلام پالو د كانديد د بری په مناسبت د (التحرير) چوك په شمول د قاهرې په اصلی چوكونو كښې د يولړ مراسمو په ترسره كولو سره جشن وكړ.

د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې په قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د جمهوری رياست په ټول ټاكنو كښې د اسلام پالو د كامياب كانديد محمدمرسی پلويانو بیګا د قاهرې په التحرير چوك كښې په راغونډيدو سره د مرسی د كاميابيدو جشن په داسې حال كښې ترسره كړ چې د انتخاباتو نتايج په تراوسه پورې په رسمی توګه نه دی اعلان شوی.
د اخوان المسلمين د كانديد محمدمُرسی انتخاباتی كمیټې د مصر د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دويمه دوره كښې اعلان وكړ: د دغې كمیټې د تبليغاتی مركز له خوا د اعلان شويو نتايجو له مخې، محمدمرسی د ٥٢فيصده رايو په ترلاسه كولوسره، د انتخاباتو د دغې دورې ګټونكے دے.
1032907

captcha