د «Palestine Info»اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د فلسطين د ولسی مقاومت كمیټو له مسلمانانو وغوښتل چې د قدس شريف د خلكو له مقاومته ملاتړ وكړی كوم چې له څه باندې ٤٠ كالو راهيسې د صهيونيسټی غاصب رژيم د تيريو او نيواكګريو او د دغې سيمې د يهودی كولو لپاره د دغه رژيم د هڅو او كوششونو سره مخامخ دے.
دغه غورځنګ اعلان وكړ چې د پيغمبراكرم(ص) د معراج مناسبت د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې د ورانولو او يهودی كولو، له خپل وطن څخه د قدس شريف د خلكو د ايستلو او د هغو پرځائې د تندلارو يهوديانو د آبادولو لپاره د صهيونيسټی رژيم د سپيرو كوششونو د يادولو لپاره يو غنيمتی فرصت دے.
د فلسطين د ولسی مقاومت غورځنګ ټينګار وكړ چې مسلمانان پكار دی د مسجدالاقصی او د بيت المقدس ښار د حفاظت لپاره خپل پوره توان وكاروی چې د دغه مقدس ښار د يهودی كولو لپاره د اسرائيليانو د نقشو او پلانونو د بشپړې پوره كيدنې مخنيوے وكړی او هغه د صهيونسټانو له منګولو خلاص كړی. 1032290