IQNA

كرغزستان كې د مبعث اختر په مناسبت د مسلمانانو جشن

5:54 - June 20, 2012
د خبر لمبر: 2350263
سياسی او ټولنيزه ډله: د جمهوريه كرغزستان مسلمانانو تيره ورځ د جون په اتلسمه نیټه د پلازمينې بشكيك په امام علی جومات كې د مبعث اختر په مناسبت د جشن مراسم تر سره كړل.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې د امام علی جومات كې كرغزی، افغانی، آذری او ايرانی مسلمانانو يو لوی شمير خلكو د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د رسالت باندې مبعوث كيدو په خوشالۍ كې جشن تر سره كړ دا مراسم د ځای وخت په مطابق اووه بجې ماښام نه تر نهه نيمې بجې پورې تر سره كیږی.
په دې مراسمو كې مشهور قاريانو د قران پاك تلاوت وكړ او دينی عالمانو د بعثت اختر په مناسبت ويناوې وكړې او د اهل بيتو عليهم السلامو ذاكرانو قصيدې او منقبتونه وړاندې كړل.
1032996
captcha