IQNA

د تاتارستان په پلازمينې كې د تعليم او تربيت ماهرانو ټول تر سره كیږی

5:53 - June 20, 2012
د خبر لمبر: 2350266
سياسی او ټولنيزه ډله: د تاتارستان په پلازمينې كزان كې د اسلامی تعليم او تربيت ماهرينو نړيوال ټول او سيمينار تر سره كیږی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، په كزان كې د روس اسلامی پوهنتون اعلان كړې دی چې دا نړيوال ټول او سيمينار چې د يو وركشاپ په شكل كې تر سره كیږی نن د ځای وخت په مطابق نهه بجې د كزان په المارسټی هوټل كې شورو كیږی او سبا پورې به دوام ولری.
په دې نړيوال سيمينار كې د مختلفو هيوادونو د اسلامی تعليم او تربيت ماهران شركت كوی او دا سيمينار د روس اسلامی پوهنتون او د كزان د فیډرل پوهنتون په همكارۍ سره تر سره كیږی.
په دې سيمينار كې د نوې ښوونيزه ټيكنالوجۍ او د هغه اغيزمن استعمال، د اسلامی تعليم او تربيت په پراختيا كې د نوې ټيكنالوجی رول او په روس كې د اسلامی تعليم او تربيت صورت حال په شان موضوعاتو باندې رڼا اچولی شی.
1032878
captcha