IQNA

د قرآن د بين المللی مقابلو د ترسره كيدو په مناسبت د قرآن كريم سره د مينې ١٧ غونډې ترسره شوې

23:50 - June 20, 2012
د خبر لمبر: 2351106
د قرآنی فعاليتونو ډله: د قرآن كريم د بين المللی مقابلو د ٢٩ دورې د قرائت په برخه كښې د آسټريليا استازی، د قرآن كريم سپكاوې د دغه آسمانی كتاب له عالمګير كيدنې نه د ويرې په خاطر وباله.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د آسټريليا له هيواد څخه د قرآن كريم د نړيوالو مقابلو د قرائت په برخه كښې ګډون كونكی مسلمان قاری ميرعلی علمی هم د نړۍ د مسلمانانو د اسلامی بيدارۍ د كتاب په توګه د قرآن كريم د رول په اړه ووئيل: د ايران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه ای د قرآن پاك په هكله فرمائلی دی: په قرآن كښې فكر او سوچ كول د انسان د نجات او د خدای تعالی(ج) سره د نژديكت كلی ده، د دوی له دغه ارزښتناك پيغام څخه په ګټه پورته كونې سره په دې مهم ټكی پوهيدې شو چې په حاضر وخت كښې چې د مسلمانو او غيرمسلمانو هيوادونو ټول خلك د خپلو حكومتی واكمنانو له ظلم او ستم نه پوزې ته راغلی دی، قرآن يوازنې كتاب دے چې په خپلو څرګندو آيتونو سره ئې هغوی ته پيغام وركړے دے چې ظلم هیڅكه پائيداره نه پاتې كیږی.
علمی زياته كړه: نن سبا چې د قرآن خوږ غږ د نړۍ په ټولو هيوادونو كښې انګازې كړې دی، دښمنانو د خطر احساس كړے دے او دا آسمانی كتاب د مسلمانانو ترمينځ د تفرقې اچولو لپاره سوزوی. 1033057

captcha