IQNA

د قرآنی تحقيقاتو شپږم نړيوال كانفرنس د تهران په برج ميلاد كښې ترسره كیږی

23:50 - June 20, 2012
د خبر لمبر: 2351112
د انديشې او فكر ډله: د قرآنی تحقيقاتو شپږم بين المللی كانفرنس د ايران د اسلامی جمهوريت د بين المللی مقابلو د نهويشتمې دورې سره په يووخت سبا ترسره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قرآنی تحقيقاتو شپږم بين المللی كانفرنس د ايران د اسلامی جمهوريت د بين المللی مقابلو د نهويشتمې دورې سره په يووخت، د غوره قرآنی محققانو او د هيواد د مسئولانو په ګډون سره سبا د زيارت په ورځ په تهران كښې ترسره كیږی.
د ايران د اقافو او خيريه چارو سازمان له تيرو څو كالو راهيسې د قرآن د حفظ او قرائت د مقابلو د ترسره كولو ترڅنګ د قرآنی تحقيقاتو او مقاله ليكنې كانفرنس ترسره كوی او د دغو مقابلو په دې روانه ٢٩ دوره كښې هم ليكونكو او محققانو د قرآن او اسلامی بيداری او د قرآن او د بشری ټولنې تكامل او بشپړتيا په دوو محورونو كښې خپلې مقالې د مقابلو دارالانشاء ته لیږلې دی. 1034267

captcha