د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا ديو راپور پر اساس ،د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ قوماندان سردار جزايری وويل د ايران سمندری ځواك به په ازادو اوبو كښې د شتون او د اسلامی ايران په دفاع كښې د خپل جنګی توان د سویې د لوړولو لپاره هڅه دوه (۲) برابره زياته كړی.
يد الله جوانی په دې خبرې سره چې د ايران ملت سوله غواړی ملت دی او هیڅ كله د جنګ غوښتونكی نه دی ټينګار وكړ د ايران د پوځ سمندری ځواك به هماغه راز د هند اوقيانوس په شمال او عدن خليج كښې د كشتۍ چلونې د امنيت د ټينګيدا لپاره خپله ټوله هڅه وكاروی.
هغه د ايران له سمندری ځواك سره د نويو جنګی بیړيو يوځاې كيدا ته په اشارې سره وويل د ايران اسلامی جمهوريت هرڅومره جنګی بیړيو ته ضرورت ولری د هيواد دننه به یې جوړې كړی.
1033496