IQNA

احمدی نژاد: د مستكبرانو له سلطې سره مبارزه يوه پراخه او پرله پسې مبارزه ده

16:04 - June 22, 2012
د خبر لمبر: 2351741
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر په دې خبرې ټينګار سره چې د مستكبرانو له سلطې سره مبارزه په نړيوال ډګر كښې يوه پراخه او پرله پسې مبارزه ده او د انسانانو لپاره برخليك ټاكونكی هم ده وويل بايد د سلطې غوښتنې په وړاندې د ملتونو له ارادې يوه جوړه نړيواله جبهه بڼه خپله كړی ځكه كله چې د ملتونو اراده په يوه واحد لور ورسيخیږی نو بيا بدلیږی نه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يوراپور پر اساس ،د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد پرون د برازيل هيواد له سياسی شخصيتونو سره په كتنې كښې په دې خبرې ټينګار سره چې په دنيا كښې د امپرياليزم د يرغل په مقابل كښې يوه نړيواله جبهه جوړه شی وويل دغه جبهه ضروری نه ده چې له حكومتونو جوړه وی كه څه هم حكومتونه اهميت لری خو حكومتونه تل بدلیږی خو كله چې د ملتونو اراده په يو لور ورسيخیږی نو بيا بدلیږی نه.
د ايران ولسمشر احمدی نژاد په دې خبرې سره چې بايد خپله ټوله هڅه د سلطه غواړو په وړاندې د ترقی غواړو حكومتونو د جبهې د جوړيدا لپاره استعمال كړو وويل دغه مبارزه د دنيا په سويه پراخه او پرله پسې مبارزه ده او په حقيقت كښې د انسانانو د برخليك لپاره مبارزه به وی.
د ايران ولسمشر دې خبرې ته په اشارې سره چې په دنيا سلطه غواړی اقليت له زيات او سلطه غوښتنې سره د مبارزې لپاره د ملتونو د اتحاد او وحدت د مخنيوی لپاره خپل ټول توان نندارې ته وړاندې كړی وويل بايد په يوزړه توب، صبر او هوشمندۍ سره خپلې لارې او مبارزې ته دوام وركړو او دمستكبرانو او سلطه غوښتونكو ددباو په و ړاندې مقاومت وكړو ځكه چې په ډاډ سره ددغه سلطه غواړی اقليت واكمنۍ به ونړیږی او برياليتوب به په دنيا كښې د مينې او د عدالت د ټينګيدا لپاره د ملتونو په اختيار كښې وی.
1035148
captcha