IQNA

احمد خاتمی: د ګواښ او خبرو اترو له ستراتژۍ استفاده به د ايران ملت شاتګ ته مجبوره نه كړی

16:35 - June 22, 2012
د خبر لمبر: 2351746
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب د اسلامی ايران اقتدار، منطقی چلند او دعمل نوښت په خبرو اترو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د مركچی پلاوی درې (۳) ستراتژۍ وبللې.
د ايران د قران نړيوال قرانی اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، ايت الله خاتمی په خبرو اترو كښې د پينځه جمع يوې ډلې كا رړنګونې ته په اشارې سره وويل يوازې د خبرو اترو لپاره د خبرو اترو ترسره كول هیڅ ډول نتيجه نلری او كه چيرې لويدیځ د خبرواترو نتيجې ته په رسولو پسې وی بايد د ايران د ملت په اټومی حقوقو اعتراف وكړی ځكه تجربې ثابته كړی ده چې د ګواښ او خبرواترو له ستراتژۍ استفاده به د ايران خلك شاتګ ته مجبوره نكړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب اټومی انرژۍ د ټولو او اټومی وسلې د هیڅ چا لپاره نه د ايران اسلامی جمهوريت منطق وباله او ویې ويل ايران په ځلونو ويلی دی چې هیڅ كله د اټومی وسلو په ترلاسه كولو پسې نه دی او دغه كار د ويرې په خاطر نه دی بلكې اټومی وسلې په اسلام دين كښې د فقهی بنسټ پرخلاف كار دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل د ايران اسلامی جمهوريت تل له پينځه جمع يوې ډلې سره ګډو ټكو ته د رسيدا هڅه كوی خو دغه ډله له ايران سره د اختلافاتو د حل كولو لپاره دهڅو پرځاې د خبرو اترو د ماتی په هدف سره د صهيونيسټ رژيم هدفونه اجرا كوی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د صهيونيسټ رژيم د څلور سوه (۴۰۰) اټومی خوليو په وړاندې د نړيوالې ټولنې په چپتيا نيوكې سره د نړيوالې سولې لپاره د اسرايلو رژيم كړچار خطرناك وباله او ډاګينه یې كړه لويدیځ او دبشری حقوقو موسسې په داسې حال كښې د بشری حقوقو د دفاع ادعا كوی چې د قدس د نيواكګر رژيم د جنايتونو په وړاندې هيح ډول غبرګون نه ښيی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب ايت الله خاتمی دمصر دولسمشر ۍ دانتخاباتو ترسره كيدا ته په اشارې سره ټينګار وكړ په انتخاباتو كښې دنسكور شوی ديكتاتور حسنی مبارك دملاتړو دبريالی كولو لپاره د لويدیځ او صهيونيسټ رژيم هڅو ماته خوړلی ده او د نويو راپورونو پراساس اسلامپال كانديد محمد مر سی په انتخاباتو كښې مخكې دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د مصر د پارلمان په ړنګولو او د ولسمشر د اختياراتو په كمولو كښې د لوړې پوځی شورا كړچار هم د استكبار د ګوډاګيانو قدرت ته د رسولو لپاره هڅه وبلله او ویې ويل د مصر پوځی شورا په دغه هيواد كښې د اسلامپالو پرضد د كودتا هڅه كوی.
1035378
captcha