IQNA

احمدی نژاد: د خپلواكه ولسونو ملګرتيا، عزت او پرمختګ ته د رسيدلو لپاره ضروری ده

9:14 - June 23, 2012
د خبر لمبر: 2352000
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د خپلواكه ولسونو ملګرتيا د عزت او پرمختګ ته د هغوی د رسيدلو لپاره ضروری وبلله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې د ولسمشرۍ د سایټ یې نقلوی چې ښاغلی محمود احمدی نژاد نن د برازيل په ريودو ژانيرو كې د پراختيا او ژواك چاپيريال په موضوع د كانفرنس په ترڅ كې د سری لنكا له ولسمشرماهيندا راجا پاكسا سره په كتنه كې وويل : خپلواكه او عدالت غواړی ولسونه بايد په همفكرۍ او هڅې او ملګرتيا سره د نړۍ د راتلونكی لپاره مناسبه طرحه وړاندې كړی.
ښاغلی احمدی نژاد په دې بيان سره چې نن خپلواكه هيوادونه خپلو موخو ته په رسيدلو كې د مستكبرانوله خوا له ډيرو فشارونو سره مخ دی ويول : د لوړو حقوقو د لاسته راوړلولپاره د ولسونو اراده ډيره مهمه ده .
د اسلامی ايران ولسمشر په تهران كې د ناپييلو غورځنګ د هيوادونو راتلونكې غونډې ته په اشارې سره هيله وكړه چې له ده غونډې د ناپيلو د غورځنګ له وړتياوو په استفادې سره د ولسونو په ګټه مثبت ګامونه پورته شی.
د اسلامی ايران ولسمشر د غونډې له ختميدو وروسته نن له برازيله ونزوئلا ته لاړوروستی راپورونه وايی چې ښاغلی احمدی نژاد ونزويلا ته رسيدلی دی .
1035604
captcha