IQNA

په هندوستان كې د قرائت قران او تجويد د تعليم دوره روانه ده

10:11 - June 23, 2012
د خبر لمبر: 2352061
د قرانی كارونو ډله: په هندوستان كې د قران پاك د قرائت او تجويد دوره د لكهنو ښار د كلتوری موسسې مؤمل لخوا تر سره كیږی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د هندوستان د مسلمانانو لپاره ددې دورې پيل له اولسم جون شوی دی چې دا به يوه مياشت يعنی اتلسمې جولای پورې دوام ولری.
ددې دورې د كلاسونو موضؤعات هره ورځ د المصطفی نړيوال پوهنتوون محصل ښاغلی منظر عباس شفيعی هره ورځ د ماښام او ماسخوتن لمانځه نه پس بيانوی.
د نړيوال پوهنتون المصطفی لخوا رالیږلې شوی محصل ښاغلی سيد منهال حيدر وويل چې ددې ښوونيزې دورې مقصد ځوانانو ته حوصله وركوی او هغوې دين طرف ته مايل كول دی چې د قران پاك سم تعليم تر لاسه كړی او په لامله یې په ځوانانو كې د قران تعليم د تر لاسه كولو شوق زيات شی.
دا ښوونيزه دوره هره ورځ د ماښام او ماسخوتن د لمانځه نه پس تر سره كیږی او يوه مياشت به جاری وی.
1034802
captcha