دايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د قران د نړيوالو سياليو په نيه ويشتمه دوره چې په تيرو ورځو كې په تهران كې ترسره شوه د فيصله كوونكو د رايو له مخې د ايران قاسم مقدمی د قرائت په برخه كې او حسين معتمدی د ټول قران د حفظ په برخه كې لومړی مقامونه وګټل .
د دغه سياليو په پاييزو دستورو كې چې د اسلامی ايران شورا د مشر ښاغلی لاريجانی او يو شمير نورو دولتی او فرهنګی مقاماتوپه شتون سره د تهران د برجه ميلاد د كنفرانسونو په مركز كې ترسره شوې د دغه سياليو د وتلو څيرو درناوی وشو.
په دغه سياليو كې نه بهرنيو او پينځو ايراينو ماهرانو قضاوت كاوه او په ترتيب سره یې د قرائت په برخه كې د ايران قاسمی مقدمی، د مصر عزت السيد راشد، د بحرين محمود سلمان علی، د اندونيشيا عبدالرحمن صبرالدين، او د بنګلا ديش نجم الحسن له لومړی تر پينځو مقاماتو پورې ګټونكی معرفی كړل.
په دغه دستورو كې چې له پينځو قرانی څیړونكو درناوی هم پكې وشو قضاوت كوونكو د حفظ په برخه كې په ترتيب سره حسين معمتدی له ايران، عين العارفين له بنګله ديش، عبدالله عمر حامد له ليبيا، مهدی خير البلبل له سودان او عبدالمالك محمد رحيم له افغانستانه د لومړيو پينځو كسانو په توګه معرفی كړل.
په دغو سياليو كې چې له پينځو وروسته بیګا پای ته روسيدې له اته شپيته هيوادونو اوه څلویښت قاريانو او اته پنځوس حافظانو د قرائت او حفظ په برخه كې سيالی كوله او د قرانی څیړنو په برخه كې د څلوريشتو فعالو ميرمنو قدرونه هم وشوه
1035371